دایکنډي ولایت کې د دوه رغنیزو پروژو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۸:۵۷
دایکنډي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت په مرکز میش علیار کلي کې د میش علیا ۱۶ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې ۴۷ سلنه او همداراز د دې ولایت په میرامور ولسوالۍ په جوز کلي کې د CHC روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۶۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د علیا ۱۶ صنفي ښوونځی په ۲۹۹ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۲ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې او د CHC  روغتیايي مرکز په ۵۲۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت