غور کې د درې ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۵:۱۹
غور

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په یخک کلي کې د یو جومات، د غور ولایت د ښارجوړولو ریاست او د دې ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د یو ورزشي سټډیوم رغنیزې چارې تر کار لاندې لري.

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ جومات چې د ۳۴۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري په ۹۵۸ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو، د غور ولایت د ښارجوړولو ریاست ودانۍ په ۳۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو او همداراز د دې ولایت ورزشي سټډیوم په ۳۴۵۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۳۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د یخک کلي جومات رغنیزې چارې ۹۰ سلنه، د غور ولایت د ښارجوړولو ریاست ودانۍ رغنیزې چارې ۴۰ سلنه او همدارا د دې ولایت د ورزشي سټډیوم رغنیزې چارې ۱۱ سلنه بشپړې شوې دي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت