پکتیا کې د دوه تعلیمي پروژو رغنیزې چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۷:۴۶
پکتیا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د غوریزه څلور صنفي ښوونځي او په ډنډپټان ولسوالۍ کې د نوي کلي ۱۰ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پيل کړې.

غوریزه ۴ صنفي ښوونځی په ۵۳۶ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۱۵ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

همداراز د نوي کلي ۱۰ صنفي ښوونځی په ۷۱۱ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

د هېواد په کچه د ښوونځیو جوړول د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب دی او ټاکل شوې دا وزارت د هېواد په کچه د خصوصي سکټور په همکارۍ د مخکې جوړو شویو ښوونځیو چارې پر مخ یوسي او دا لړۍ لا ګړندۍ کړي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د هېواد په کچه د پلان جوړولو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت یو بل ستر ګام اوچت کړ

۱۴۴۸/۲/۱۰

ماسټر پلان، چې د ښار راتلونکې پراختیا په منظم او معیاري ډول رهبري کوي او د ځمکو سمه او اغېزمنه کارونه تضمینوي.

سربېره پر دې، د غیرپلاني او بې‌نظمې ودانۍ مخنیوی کوي او د نفوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د لوګر ولایت د مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي پلان د کور او ښار جوړولو وزیر له لوري لاسلیک شو

۱۴۴۸/۲/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د لوګر ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنیز ښارګوټي جوړولو تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت