د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو د کیفیت څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم، کابل کې د استقلال ښارګوټي او الشفاء روغتون د پروژو له رغنیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د استقلال ښارګوټي په پروژه کې د پليلارو د په نښه کولو او نورې بېلا بېلې چارې وڅارل شوې او قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د منظور شوې نقشې او تخنیکي مشخصاتو له مخې پرمخ یوسي.
همدارنګه، د الشفاء روغتون د دویمې برخې (لاټ) په پروژه کې د دېوالونو پلستر، د تصفیهخونې د ایزوګام، د خښتو اېښودلو، ډبرین فرش او کانکرېټ اچولو بهیر وڅارل شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت، تخنیکي ټیم د کانکرېټ کیفیت، د انتقال او اچولو څرنګوالی او د ساختماني معیارونو رعایت و ارزول او اړینې سپارښتنې یې وکړې.
