د نیمروز ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۸:۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د نیمروز له والي محترم پوهندوی سید ولی سلطان، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو محترم ګل احمد نور زاد او محترمه فریده حمیدي او د نیمروز ولایتي شورا مرستیال محترم حاجی نعمت الله صدیقي سره په کتنه کې د یاد ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظور کړ.

په سر کې، د ښاري چارو مرستیال محترم روښان ولسمل د نیمروز ولایت منطقوي پراختیايي پلان د ترتیب په څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې یاد پلان د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې او په یاد ولایت کې د کره ارزونې او مطالعاتو په نتیجه کې د نیمروز ولایت د منظم انکشاف لپاره د یو لید لوري په توګه جوړ شوی دی.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د یاد منطقوي پراختیايي پلان ترتیب او منظوري یې د نیمروز ولایت د منظم انکشاف، په یاد ولایت کې د انکشافي او ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره د فرصت برابرولو او د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې په برخه کې خورا مهم او ارزښتناک وباله.

همدارنګه، د نیمروز والي او په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د یاد ولایت منطقوي پراختیايي پلان منظوري یې د نیمروز ولایت د ودې او انکشاف لپاره خورا اړین وباله او په دې تړاو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له پاملرنې او هر اړخیزې همکارۍ څخه مننه وکړه.

د غونډې په پای کې، د نیمروز ولایت منطقوي پراختیایي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر او د نمیروز والي له لوري په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو په حضور کې لاسلیک او منظور شو.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

هرات ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۸

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د عامه امن د ۰۵ کنډک اړوند د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۳۵
Background image

په زابل ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته لومړني حالت ته د راګرځولو په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۸

زابل ولايت کې د کور او ښارجوړولو رياست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، په دغه ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته خپل لومړني حالت ته د راګرځولو په تړاو د همغږۍ او همکارۍ ګډه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۹
Background image

د کونړ اسعد اباد ښار د ښاري پراختیا په موخه د بهسازۍ پلان جوړولو لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۸

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د اسعد اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د (دوشاخېلو) له سیمې څخه تر (کړمار) ساحې پورې د بهسازۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت