د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي له ارشاد، حج او اوقافو وزیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۲۲
کابل

په دې لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم مولوي عبدالحکیم منیب د جوماتونو جوړولو، مقدسو اماکنو او تاریخي ابداتو د ترمیم او مرمت په برخه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او وې ویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ۳۰ کلنو را پدیخوا په یو کرايي تعمیر کې خپلې چارې پرمخ وړي چې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. دا وزارت په لومړي قدم کې، په موقتي ډول یو مناسب دولتي تعمیر ته اړتیا لري څو د اداري کارکوونکو او مراجعینو ستونزې د حل ترڅنګ د دولت له خزانې څخه د کرایې له ورکړې مخنیوی وشي. په دویم قدم کې دا وزارت په کابل ښار کې د دایمي ودانۍ او همداراز د حاجیانو د کمپ جوړولو لپاره پراخې ځمکې ته اړتیا لري.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي له ټولو دولتي  او سکټوري ادارو سره په همکارۍ او همغږئ د ټینګار ترڅنګ؛ د خصوصي سازۍ چارو معینیت ته هدایت ورکړ څو په زنبق څلور لارې کې هغه دولتی ملکیت چې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو قطعاتو له استفادې خلاصېږي، په موقعت ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په واک کې ورکړي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر همداراز اړونده مسولینو ته دند وسپارله چې مرنجان تپې ته څېرمه د هغې ۵ جریبه سپینې دولتي ځمکې د تثبیت او همداراز ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته یې د انتقال لپاره عملي اقدامات ترلاسه لاندې ونیسي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر څرګنده کړه چې دا وزارت په ولایاتو او مرکز کې د جوماتونو د جوړولو لپاره د هر ډول سپینې دولتي ځمکې د انتقال په برخه کې له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو په لا ډېرو همکاریو، د ګډو فعالیتونو په ګړندیتوب او همداراز خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت