د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۰۷/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو فعالیتونو په دوام، د تایمني پروژې د یوولسم جنکشن ، د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت پر مهال، د تایمني پروژې اړوند د برېښنا شبکې له مهمو بروجونو څخه، چې پکې د لومړي برج، اووم برج او تعدیلي برج شامل دي، تخنیکي ارزونه وشوه او د برېښنا د شبکې وضعیت د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو له مخې وڅېړل شو.
دا نظارتونه د ښار په کچه د برېښنا کیبلونو د بې نظمۍ د مخنیوي، د شبکو د حریم د ساتنې او د جاني او مالي خوندیتوب د کچې د لوړولو په موخه ترسره کېږي، یادې څارنې د اړوند ریاست په هدایت، په دوامداره او هدفمند ډول د کابل ښار په ټولو برېښنايي جنکشنونو کې دوام لري.
