کابل کې له ۲۵۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۱
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په کابل ولايت کې ۲۵۸ زره ۲۵۳ جريبه سپينه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۲۱۱ قطعو کې ۲۵۰۰۷۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۴۹ قطعو کې ۸۱۷۶ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې ۵ ميليونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې په شاجوی ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل – کندهار په لویه لاره د شاجوی ولسوالۍ په ساحه کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغل‌اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۳

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسوری ولسوالۍ د سړک د جغل‌اچونې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د کندهار ولایت په پنځلسمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۲

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې له هغو ساختماني چارو څخه ساحوي تخنیکي نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت