کونړ ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي کروکي ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۰:۵۲
kuner

۱۴۴۶/۱/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، د دې ریاست انجنیرانو په دغه ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي جوړولو په موخه د ځمکې کروکي ترسره کړه.

ښاغلي مولوي طلحه وویل، د ولایتي ګډ هیئت په شتون کې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو د منظور شوي ښارګوټي لپاره د تفصیلي پلان، د ساحې انتخاب، کروکي او د GPS نقطې واخیستل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړول په پام کې لري چې تر دې دمه په ۲۹ ولایتونو کې ۴۶ فعال ښارګوټي جوړ شوي او په ځینو نورو ولایتونو کې یې هم چارې روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت