کندهار کې د خپل سرو مارکېټونو او کمپلیکسونو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۰:۲
picture

۱۴۴۵/۰۷/۳۰

کندهار کې د کور او ښار جوړولو رئیس محترم مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د ریاست اړوند د ښاري او ساختماني تخلفاتو د مخنیوی ټیم یې د دغه ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د شاوخوا لس خپل سرو او غیر قانوني مارکېټونو او کمپلیکسونو له جوړولو مخنیوی وکړ.

د یاد ریاست په خبره، دغه خپل سري مارکېټونه د عامو خلکو له لوري ځینې یې په دولتي ځمکو، ځینې یې په شنو ساحو، د سړک په حریم او ځینې یې له قانوني اسنادو او جواز پرته د جوړېدو په حال کې وو، چې د کور او ښار جوړولو ریاست یې مخنیوی وکړ.

د دغه مارکېټونو او کمپلیکسونو چې هېڅ نوع قانوني اسناد یې نه درلودل، جوړونکو ته یې خبر ورکړل شو چې له دا ډول خپل سریو لاس واخلي.

کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست په دې اړه د کندهار امنیې قوماندانۍ، د کندهار ښاروالۍ او د ولایت محترم مقام ته هم خبر ورکړی او د یادې چارې او د ورته اقداماتو د مخنیوي برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې له خپل سرو رغنیزو چارو ډډه وکړي، او ټولې رغنیزې چارې دې له قانوني لارو چارو مخکې یوسي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت