کندهار کې د ابراهیم نخعي جامعة العلوم مدرسي د چاپېریالي دېوال له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۲:۴۰
picture

۱۴۴۵/۰۶/۱۰

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي عبدالمتین عاشق وایي، د انجنیرانو مسلکي ټیم یې په یاد ولایت کې د ابراهیم نخعي جامعة العلوم مدرسې د چاپېریالي دېوال له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

دغه څارنه په رغنیزو پروژو کې د کیفیت خوندیتوب او د معیارونو په پام کې نیولو په موخه ترسره کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تعمیراتي او رغنیزې پروژې د وخت اړتیا ته په کتو د معیارونو سره سم طرحه، ډیزاین او له تطبیقي چارو یې څارنه او ارزونه کوي.

پر همدې بنسټ، کندهار کې د کور او ښار جوړولو ریاست د ابراهیم نخعي جامعة العلوم مدرسې د چاپېریالي دېوال له رغنیزو چارو څارنه او څېړنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت انجنیرانو په دغه پروژه کې د کیفیت خوندیتوب او معیارونو په پام کې نیولو په موخه د پروژې اړوند قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې څنګه کېدای شي د دېوال چارې په معیارونو او شرایطو برابرې سرته ورسوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت