کاپیسا ولایت کې له یوې ودانیزې پروژې څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۷
کاپیسا

۱۴۴۷/۵/۶

کاپیسا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافی وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د فرهنګي مرکز د جوړولو له چارو لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر صافی وایي، د پروژې څخه د لیدنې موخه دا وه چې د کار کیفیت او د پروژې د پرمختګ ارزونه وشي.

نوموړی وایي، دمګړۍ پروژه کې د ودانۍ د لومړي پوړ د چت او فریمونو قالب تړل او د چاپېریالي دېوال جوړولو کارونه روان دي.

دغه راز هغه زیاتوي، د ریاست د استازو له لوري د ساحې مسؤل انجنیر ته په جدي توګه لارښوونه وشوه چې د خپلو کارونو سرعت زیات کړي، څو د ژمي له رارسېدو وړاندې د ودانۍ مهمې ودانیزې چارې بشپړې شي.

محترم انجنیر مرتضی صافی وایي، تخنیکي ټیم یې ټینګار وکړ، چې ټول کارونه باید د منظور شوې نقشې او انجنیري اصولو مطابق ترسره شي او سربېره پر دې، د کار کوونکو د خوندیتوب وسایل برابر او عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
Background image

د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د مهاجرینو په ښارګوټو کې د اوبو او نورو ټولګټو پروژو پر عملي کولو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ، اړمنو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د وېش هیئت خپله نوبتي ناسته وکړه او پر یو شمېر مهمو مواردو یې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت