د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله اړوند توپوګرافي سروی پیل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۶
غور

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت، د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غور ولایت په فیروزکوه ولسوالۍ کې د تیغ زلزله په سیمه کې د توپوګرافي سروې لړۍ پيل کړې ده.

ښاغلي حافظ لطیف وویل، یاده سروې د شاوخوا 706,3 جریبه ځمکې په مساحت ترسره کېږي، چې موخه یې د مهاجرینو د استوګنې لپاره د یو منظم، معیاري او خوندي ښارګوټي د جوړولو تخنیکي اړتیاوې تشخیصول دي.

نوموړي زیاته کړه، تخنیکي ټیمونه د ځمکې کچه، توپوګرافي، د تأسیساتو ممکنه لارې، د طبیعي ګواښونو وضعیت او د ښار د مناسبې نقشې د جوړولو لپاره اړینې هندسي او تخنیکي محاسبات کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د رئیس په خبره، د یادې پروژې بشپړ تخنیکي سروې به د دې بنسټیزه طرحه چمتو کړي چې له مخې به یې د مهاجرینو لپاره یو نوی ښارګوټی د معیاري سرپناه، بنسټیزو اسانتیاوو او ښاري خدمتونو پر بنسټ طرحه او تطبیق شي.

په هېواد کې د بې کوره کورنیو لپاره د ښارګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو برنامه‌يي لومړیتوبونو څخه دي، چې دا ډول پروژې به د اړتیاوو په کچه او لوړ کیفیت سره وړاندې شي.

د سروې تر بشپړېدو وروسته به د ښارګوټي بشپړ پلان، د تأسیساتو نقشه او د پلي کولو پړاوونه ترتیب شي، څو په سیمه کې د خلکو لپاره د استوګنې نوی او مناسب ځای رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت