کابل ښار کې د اماراتو ښارګوټي د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۱
اماراتو ښارګوټی

۱۴۴۷/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې د اماراتو ښارګوټي (شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان) د جومات د اعمار د پروژې د ودانیزو چارو ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د پروژې په ساحه کې د بنسټ (تهداب) د کیندنې او لیول کولو چارې، د ساختماني موادو انتقال او د سیخ ګول نمونې اخیستنه د لابراتواري ازموینو لپاره ترسره شوې وې، چې یاد فعالیتونه د تخنیکي ټیم له لوري وڅارل شول او ساحه د راتلونکو ساختماني پړاوونو لپاره چمتو وبلل شوه.

یاده پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري تمویلېږي او د پروګرامونو د انسجام ریاست تر مدیریت لاندې تطبیقېږي، چې د هغې د خط اچونې چارې د سروی او جي ای ایس  ریاست تخنیکي ټیم له خوا ترسره شوې دي.

دغه پروژه د کابل ښار د ۱۵مه ناحیې اړوند،د قصبې  په سیمه کې موقعیت لري.

د څارنې په ترڅ کې ساحوي انجنیرانو ته لازمې لارښوونې وشوې، څو چارې د قرارداد له تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوسي.

د ساختماني او زیربنایي پروژو د ودانیزو چارو دوامداره څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت