ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۱۴:۳۰
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د کانونو د پټرولیم له سرپرست وزیر محترم هارون چخانسوري سره وکتل او د ټاپي پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، د کانونو د پټرولیم وزارت مسوولینو د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او اړونده ادارو په همکارۍ په وروستیو کې د ټاپي پروژې قانون ترتیب او په کابینه کې د جلالتماب جمهور رئیس له خوا منظور شو. دوی همداراز د ټاپي پروژې د مدیریت لپاره د یوې مشخصې څانګې د جوړونې لپاره د ښارجوړولو او ځمکو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوالۍ چارو مرستیال او مسوولینو د ټاپي پروژې د قانون منظوري یې د یادې پروژې د حقوقي ستونزو حل لپاره یو ښه اقدام وباله او د استملاک او اسکان مجدد د نوې ادارې د جوړېدو لپاره د جمهور رئیس د وروستي اقدام څخه په مننې؛ په هرات کې د ټاپي پروژې په تړاو د 12.6 کیلومتره د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د غونډې په جریان کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د ټاپي پروژې تطبیق يې د حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او د دې مهمې پروژې د تطبیق لپاره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه، محترم محمود کرزی، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د غوښتنې سره سم، لارښوونه وکړه ترڅو د دواړو وزارتونو څخه یو مشترک کاري کمیټه رامنځته شي ترڅو دا کمیټه د تفاهم لیکونو د متن د وروستي کولو، د ټاپي پروژې د مدیریت لپاره د یوې مشخصي څانګې د رامنځته کولو، په پروژه کې د شته ستونزو د تثبیت، او په لوژستيکي، مالي  او امنیتي برخو کې د یوې دقیقې ارزونې د ترسره کولو لپاره کار وکړي ترڅو د دې کمیټې د موندنو پر اساس د  مالي سرچينو د پیدا کولو او د پروژې د عملي چارو د پیل لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

همداراز، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر، له دواړو لورو وغوښتل ترڅو د پروژې په تړاو مشخصې ستونزې دې د ټاپي پروژې د تطبیق کوونکي شرکت (TPCL) سره شریک کړي ترڅو شته ستونزې حل او د دې مهمې پروژې د تطبیق چارې ژر تر ژره پیل شي.

##

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت