پکتيا ولایت کې دمهاجرو لپاره د ښارګوټي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۷
پکتیا

١٤٤٦/١١/٨

د رياسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ دکور او ښار جوړولو وزارت محترم سر پرست وزیر الحاج شیخ حمد الله نعماني د ياد ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.

به هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، امارت خپل مسئولیت اداء کویي او د مهاجرو د دایمي اوسیدو لپاره زمینه برابروي شهرکونه ورته جوړ وي او په ښارګوټو کې عامه خدمات لکه مساجد، روغتونونه، ښوونځي، کتابتون، لارې او کوڅې د څښاک اوبه، کانالیزاسیون، تفریحي پارکونه او داسې نور جوړوي.

ښاغلي شیخ حمد الله نعماني وویل، لازمه ده چی نړۍ هم خپل مسئولیت اداء کړي، اسلامي هېوادونه ګاونډیان او په کور دننه عام افغانان هم خپل مسٶليت  اداء کړي.

نوموړي وویل : امارت د مهاجرو د ژوند هر اړخ ته پام کوي او هڅه کوي چې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دکور او ښار جوړولو سرپرست وزیر وویل، د پکتيا په مرکز ګرديز رباط سیمه کې په 1946 جريبه ځمکه کې جوړيږي چې 890 استوگنیزې نمرې لري.

ښاغلي نعماني زياته کړه، 416 نمرې يې پنځه بسوه يي دي، 295 يې لس بسوه يي دي او 175 نورې نمرې يې بياپنځلس بسوه يي دي. دغه راز په یاد ښار ګوټي کې 15 سوداگریز او استوګنيز بلاکونه په پام کې نیول شوي پنځه ماركېټونه، څلور جامع مسجدونه، څلور ښوونځي، درې وړکتونونه، روغتون، شنې ساحې، پارک او ريزرف ساحې.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د اسکان دايمي کمېټې په مشرۍ په هر ولايت کې معياري ښارګوټي جوړ او پر مهاجر ينو يې ووېشي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

د بامیان ولایت د څلورو ولسوالیو تفصیلي پلانونه جوړ او د تطبیق لپاره تسلیم شول

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ټول هېواد په کچه انډوله پراختیا رامنځته کوي، چې له مخې یې دا ځل د بامیان ولایت څلور ولسوالیو ته د تفصیلي او ستراتیژیکو پراختیایي پلانونو رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۵۸
Background image

بامیان ولایت کې د مهاجرو ښارګوټی پرانیستل شو

۱۴۴۷/۴/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، او د یاد وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د بامیان ولایت محترم والي مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د چخانسور ولسوالۍ د جامع مسجد شریف د له ودانیزو چار څارنه او. . .

BACK TO NEWS