په ۵ ولایتونو کې د کاسا زر پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۹:۳۵
کاسا زر

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یوازې په وروستیو دوو میاشتو کې وتوانېده چې په کابل، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د کاسا زر برښنا انتقالي پروژې د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې ۸۵ سلنه چارې بشپړې کړي او تمه ده ډېر ژر د دغې پروژې د ستنو نصب عملي چارې پیل شي.

په یادو پنځو ولایتونو کې ټول‌ټال د برښنا ۹۵۳ ستنې تېریږي چې د ۷۴۹ هغو د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې بشپړېدو سره اوس د ستنو د نصب لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده.

د برښنا له دغو شمېر ستنو څخه ۵۷۴ دولتي او ۱۷۵ هغه شخصي تثبیت شوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې په یادو پنځو ولایتونو کې د پاتې ۲۰۴ نورو ستنو د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارې بشپړې شي.

د کاسا زر پروژې له لارې د قرغزستان او تاجکستان هېوادونو ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي او ترڅنګ به یې په کور دننه هم برښنا ته د اړتیا یوه برخه پوره شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارو په ترسره کولو سره، د دغې سترې پروژې د تطبیق لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې اساسي ونډه لوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

په نیمروز ولایت کې د دلارام ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دلارام ولسوالۍ د شاهي پایین سیمې د روغتیايي کلینیک د جوړولو پروژې د روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د نیمروز ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګ‌کارۍ چارو څخه تخنیکي لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس په وینا، د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د غزني ولایت د عیدګاه جومات د دیوال د سنګ‌کارۍ له روانو چارو څخه تخنیکي لیدنه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد «رحمه‌الله» د مرحومې مور او مرحوم تره په مناسبت د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج مولوي ګل زرین صابر په هدایت په یاد معینیت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت