په کونړ کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۷/۰۸/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سیمه کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.
د یاد منظور شوي پلان له مخې، د مهاجرینو ښارګوټی په ټولیزه توګه د ۴۸۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې د استوګنې لپاره ۷۲۳ معیاري نمرې په پام کې نیول شوې دي، دغه ښارګوټی د ښاري پلان جوړونې د اصولو او تخنیکي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، څو د مېشتېدونکو لپاره منظم، خوندي او دوامدار استوګنیز چاپېریال برابر کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د دې ښارګوټي د تفصیلي پلان منظورېدل د هغو مهاجرینو د ستونزو د حل په برخه کې یو مهم ګام دی، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د سرپناه او بنسټیزو ښاري خدمتونو له کمښت سره مخ دي، د پلان په چوکاټ کې د استوګنې ترڅنګ د عامه خدماتو، سړکونو، شنو ساحو او ټولنیزو اسانتیاوو لپاره هم ځانګړې شوې سیمې شاملې دي.
د مهاجرینو د منظم مېشتېدو لپاره د ښارګوټو جوړول د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي. دغه وزارت هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښاري پلان جوړونې له لارې د راستنو شوو مهاجرینو لپاره معیاري استوګنیزې سیمې رامنځته کړي، څو د ښاري بې نظمۍ مخه ونیول شي او د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره دوامدارې زمینې برابرې شي.
