په کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۳۶
کونړ

۱۴۴۷/۴/۲۰

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، کونړ ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د پنځه دېرش اعشاریه نهه میلیونه افغانیو په لګښت (۳۵.۹) د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کورونو په جوړولو کار روان دی.

ښاغلی مولوي طلحه وایي، د استوګنې د ښه کولو په موخه د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل او د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې په لومړي قدم کې د پنځوسو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

نوموړی وایي، د یادو کورونو نقشه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري ترسره شوې چې دوه اطاقه او درې اطاقه کورونه دي او یو یو دهلیز هم لري.

محترم طلحه زیاتوي، چې تمه ده د دوه میاشتو په اوږدو کې د دغه کورونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په پام کې ده، چې دا کورونه به هغو کورنیو ته ورکړل شي، چې په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله یې کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

تمه ده چې د پروژې د پلي کېدو له لارې به زلزله ځپلو خلکو ته د اوسېدو مناسب شرایط برابر شي او د هغوی د ژوند کیفیت به لوړ شي.

قراردادي شرکت هم ژمنه کړې، چې ورسپارل شوې چارې به د نقشې مطابق او په پوره کیفیت سرته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

یاده سروې د ۳۰۰۰ جری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ايس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو امریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۹:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د مخابراتو ریاست د پمپ خانې په ساحه د مدرسې د ودانولو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د جوړېدونکې مدرسې د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت