په کندهار کې د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
کندهار

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کندهار ولایت د زیړۍ ولسوالۍ د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د مهاجرینو د کمېټې د دارالانشا مسؤول انجنیر فهیم الله ذکریا وایي، چې یاد ښارګوټی به په نږدې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ټولټال ۳۱۴۱ استوګنیزې نمرې لري، دغه نمرې د ۵، ۱۰ او ۱۵ بسوې په کچو وېشل شوې دي چې موخه یې د مهاجرینو او اړمنو کورنیو لپاره د منظم، معیاري او دایمي استوګن ځایونو برابرول دي.

د پلان له لاسلیک وروسته تخنیکي ټیمونه د عملي کار د پیل لپاره ګمارل شوي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به لسګونه کورنیو ته سرپناه برابره شي.

په زېړۍ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو طرحه د سیمې لپاره د یو ستر ټولنیز او اقتصادي بدلون په توګه مطرح کېږي.

دا پروژه به نه یوازې مهاجریو کورنیو ته د باعزته ژوند زمینه برابره کړي، بلکې د سیمې د منظمې ابادۍ، متوازنې ودې او پایدار پرمختګ لپاره به یوه نوې دروازه پرانیزي، د پروژې له لارې به اساسي خدمتونه، معیاري عامه تاسیسات او منظم ښاري جوړښت رامنځته شي چې د خلکو د ژوند په کیفیت، د سیمې په امنیتي وضعیت او سیمه ‌ییز اقتصاد باندې به مثبت او دایمي اغېز ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت