په کندهار ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي دوهم فاز کې ۳۵۰ کسانو ته نمرې ووېشل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۰
کندهار

۱۴۴۷/۰۳/۳۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید، وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د دامان ولسوالۍ په مهاجرینو ښارګوټي کې د دوهم فاز د نمرې وېش چارې ترسره کړې.

په دې لړ کې ټولټال ۳۵۰ کسانو ته د کور جوړولو لپاره نمرې ورکړل شوې دي،

د ښاغلي مولوي سعید په وینا، دغه وېش د کور او ښار جوړولو وزارت د منظور شوي پلان سره سم ترسره شوی دی.

همدارنګه د دوهم فاز ټول مساحت ۹۳۹،۳۹۳ مترمربع (۴۶۹.۶۹۷ جریب) دی، چې د پلان له مخې په کې د استوګنې، استوګنیزو، تجارتي مخلوط سیمو او نورو اړوندو برخو لپاره ځانګړې شوې ځمکې شاملې دي.

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټی د هغو بې ‌ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو د اسکان لپاره جوړېږي چې د جګړو او ناامنۍ له امله له خپلو اصلي مېنو بې‌ ځایه شوي دي، د کور او ښار جوړولو وزارت په څو پړاوونو کې د نمرې وېش چارې پر مخ وړي، څو د خلکو لپاره د معیاري استوګنې چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې د ودانیو د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخینوي ریاست تخنیکي ټيم، د خپلو کاري پلانونو له مخې او د تېرو څارنو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴
Background image

لوګر کې د استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د اشنفور په کلي کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې د پلان د ترتیب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د پراختیايي پلان له ساحو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د ولسوالیو د ښاري پراختیايي پلانونو د څارنې آمریت د وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت