په کندز ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ودانیو د څارنې بهیر ترسره شو

۱۴۴۷/۰۳/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ښار دوهمې ناحیې (ګذر کمیساري او ګذر نایب) د ودانیو د څارنې او ارزونې بهیر د ښاروالۍ ریاست د تخنیکي او مسلکي خدمتونو مدیریت په همغږۍ او ګډ کار ترسره کړ.
ښاغلي مولوي حقلني وویل، د څارنې اساسي موخه د خپل سرو او ناقانونه ودانیو د اعمار او پراختیا مخنیوی، د سړکونو د حریم د غصب د بندولو، د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول او د ښاري پراختیایي پلانونو سره د هغې د مطابقت ډاډ، او همدارنګه د ښاري نظم او انضباط ټینګښت په رڼا د نافذه قوانینو کې بلل کېږي.
د یادلو وړ ده، چې د هر ډول ساختماني پروژې له پیل وړاندې باید قانوني جواز ترلاسه شي او یوازې د تفصیلي پلانونو پر بنسټ اعمار وشي.