په کاپیسا کې څه باندې ۶۴۰۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت  شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۸:۳۲
کاپیسا

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال د  کاپیسا ولایت اړوند سیمو په ۴۶۵  قطعو کې ۶۴  زره او ۳۹۶  جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۵۹۸۴۱ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې ۴۵۵۵ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۹۱۹ زره او ۵۱۵ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې  ۷۰۱۲قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 ورځې 3 ساعتونه ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۴۵
Background image

په جوزجان کې د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي مارکېټ د اعمار کارونه وڅارل شول

۱۴۴۷/۰۳/۰۶

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج ملا عبدالله فیضان، د یاد ریاست اړوند تخنیکي انجنیرانو په ملتیا د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي مارکېټ د اعمار له پروژې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د نیله باغ پروژې د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ پروژې د چینایي مسؤل ښاغلي لي لونګ سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي لي لونګ د افغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په کندهار کې د استناف څارنوالۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۶

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کندهار ښار د عینومینې په سیمه کې د استناف څارنوالۍ د ودانۍ له. . .

BACK TO NEWS