په ښارګوټو کې د بیخ بناء چارو جوړولو په موخه د طرزالعمل په غني کولو خبرې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۵۰
mudh

۱۴۴۶/۰۷/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دغه وزارت رهبري غونډه وشوه.

غزني ولایت ته د تعدیل برخه کې د تللي هیئت د کاري راپور څرنګوالی، په غیر پلاني ساحو کې د محترمو ښاروالیو په غوښتنه د بهسازۍ پلان جوړول، ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو په چارو کې د خنډ او ځنډ مخنیوی او په ښارګوټو کې د بیخ بناء چارو جوړولو کې د خصوصي سکتور پر پانګونې او د چارو چټکتیا د طرزالعمل په غني کولو بحثونه وشول.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د پورته ذکر شوو موضوعاتو په کیفیت، کمیت او چټکتیا ټینګار وکړ او د طرزالعمل غني کولو برخه کې یې مشخصې کمېټې ته دنده وسپارله چې، ټولې ستونزې په ګوته کړي، د ستونزو لاملونه په نښه کړي او د حل او غني کېدا لپاره یې منطقي دلایل او حل لارې وړاندې کړي.

محترم وزیر وویل، یاده کمېټه دې، د تېرو قراردادونو له امله د راپېښو شوو ستونزو څېړنه وکړي، ځکه په خبره یې، ځینې خصوصي شرکتونه د ښارګوټو او ښارونو د بیخ بناء جوړولو په چارو کې قرارداد کوي، له خلکو پیسې راټولوي او بیا په وخت اقدام نه کوي.

نوموړي وویل، همدا لامل دی چې د ځینو ښارګوټو او سیمو ابادۍ تر اوسه ځنډېدلي، د خلکو پیسې ځنډول شوي او خدمات نه وړاندې کېږي.

د طرزالعمل په غني کېدا سره به وزارت خصوصي شرکتونه لا زیات مکلف وګرځوي، تر څو قرارداد شوې چارې په وخت، ښه کیفیت او د پلان او نقشې مطابق سرته ورسوي او د ابادۍ چارې به ورسره چټکتیا پیدا کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، په ښارګوټو کې د پانګونې لپاره حقوقي مبنا لا پیاوړې کړي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت