په پکتيا ولايت کې له ۲۰۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۴ - ۱۳:۴۲
پکتيا

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک پروګرام له لارې دا ځل په پکتيا ولايت کې ۲۱۲۶۷۸ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړل.

له دې ډلې څخه په ۱۱۸ قطعو کې ۲۰۹۲۹۶ جريبه سپينه دولتي ځمکه ده او په ۱۶۰ قطعو کې ۳۳۸۲ جريبه دولتي املاک دي چې د پکتيا ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميليونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت