په ټول هېواد کې له ۷۳ زرو ډېرو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي
۱۴۴۸/۴/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.
د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په درېیو ولایتونو کې ۱۲۸۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي، چې په ننګرهار ولایت کې ۸۰۰، په کندز ولایت کې ۴۵۰ او په سمنګان ولایت کې ۳۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.
د یادو شمېرو له مخې، یوازې د تېرې یوې اونۍ په جریان کې ټولټال ۱۲۸۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۷۳ زره او ۱۰۲ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي، او دا لړۍ په منظم او چټک ډول روانه ده.
د یادونې وړ ده چې د استوګنیزو ځمکو د وېش پروسه د راستنو شویو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدنې او په خپل هېواد کې د مناسب ژوند د بیا پیل لپاره د لازمې زمینې د برابرولو په موخه ترسره کېږي.
