په هلمند کې د روغتیايي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۲
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نعیم متعمد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم نهرالسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي ملا متعمد وویل، یاد کلینیک د عامې روغتیا ریاست اړوند دی چې د خونو د پلستر کارۍ چارې روانې دي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.