په هرات کې د کډوالو ښارګوټي د پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره شو
۱۴۴۷/۰۲/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي انجنیرانو ټیم د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د پروژې له روانو کارونو څخه څارنه ترسره کړه.
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، تر دې دمه د یادې پروژې په ساحه کې د ۶۰۰ عدد (TP)یا د ځمکې کچې معلومi شوې ده، همدارنګه، له ۱۰ زیات بنچ مارکونه د ۲۰۰ مارک کانکریټ او د ۱۶ میلی متري سیخ په کارولو سره، په ۸۰ سانتي متري اوږدوالي تثبیت شوي دي.
د نوموړي په خبره، په څارنه کې د پروژې د تطبیق کوونکي شرکت مسئولینو ته اړینې لارښوونې و شوې او ټینګار وشو چې چارې باید د انجینري معیارونو او ټاکل شویو تخنیکي اصولو سره سم پرمخ ولاړې شي.
د یادولو ده، د زنده جان ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټی د اساسي او بنسټیزو پروژو له جملې څخه دی، چې د پلي کېدو په صورت کې به د کډوالو د استوګنځایونو ستونزه د پام وړ ډول حل کړي.
