په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې له ۱۰ کيلو متره زيات مسير د مالکيت حق تثبيت وشو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۰:۳۱
ټاپي

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق لپاره د زمينې برابرولو په موخه په هرات ولايت کې د ۱۲ کيلو متره مسير د مالکيت حق تثبيت وکړ.

د دې ملي پروژې په امتداد کې د مالکيت حق د تثبيت چارې د ترکمنستان له صفري پولې څخه پيل او د تورغنډۍ بازار درې کيلومترۍ پورې رسيږي چې ياده ټوله ځمکه دولتي ثابته شوې ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې وړاندې د عدليې وزارت په همکارۍ د ټاپي پروژې لپاره ځانګړی قانون په اوو فصلونو او څلورو مادو کې برابر او ترتيب کړی چې په پلي کېدو سره به يې د ټاپي پروژې په تطبيق کې اسانتياوې رامنځته شي.

د دې قانون له مخې د ټاپي پروژې په مسير کې د جايدادونو د استملاک په موخه د مالکيت حق د تثبيت چارې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا ترسره کيږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت