په نیمروز ولایت کې د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵
نیمروز ولایت

۱۴۴۷/۶/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په لارښوونه، د نیمروز ولایت د ښاري تخلفاتـو مدیریت د ښار د پنځمې ناحیې له اړوند ساحې لیدنه وکړه.

د لیدنې موخه د ښار د منظمېدو، د ساختماني قوانینو د پلي کېدو، او د غیرمعیاري جوړېدو د مخنیوي ډاډ ترلاسه کول وو.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یادې ساحه کې ځینې ودانیز فعالیتونه د نقشې او اړینو اسنادو له ترلاسه کولو پرته روان وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤل ټیم، په سیمه کې د دغو غیرقانوني کارونو مخنیوی کړی او د ودانیو مالکینو ته یې لازمې لارښوونې کړې دي، څو د خپلو ودانیو منل شوې نقشه برابره کړي، له ویزې (اجازې) اخیستو وروسته د نقشې مطابق کارونه پر مخ یوسي او له ښاري مقرراتو او ساختماني قانون سره بشپړ توافق یقیني کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار پر دې دی چې د ښار د سالمې ودې، ښاري نظم او د خلکو د خوندیتوب لپاره به د تخلفاتو پر وړاندې جدي مبارزه روانه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت