په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي
۱۴۴۸/۴/۱۱
د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د اوبو ایستنې اړوندو تأسیساتو د جوړولو او تطبیق چارې روانې دي.
د نوي کابل ښار د طبیعي توپوګرافۍ، موسمي ورښتونو او د سطحې د اوبو د جریانونو په پام کې نیولو سره، د اوبو د منظم انتقال او تخلیې لپاره د معیاري اوبو ایستنې شبکې او اړوندو تأسیساتو رامنځته کول د ښار د دوامدارې پراختیا له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
په همدې موخه، د نوي کابل ښار عمومي ریاست د زیربنایي پروژو د طرحې او تطبیق په بهیر کې د سیلابي او سطحې اوبو د مدیریت، د طبیعي او مصنوعي اوبو لارو د تقاطع او د سړکونو او نورو زیربنایي تأسیساتو د خوندیتوب لپاره ګڼ شمېر پلچکونه طرحه کړي، چې د یو شمېر هغو د تطبیق چارې هم روانې دي.
د یادو تأسیساتو له لارې د موسمي ورښتونو پر مهال د اوبو د جریان د منظم انتقال زمینه برابره او د سیلابي اوبو له امله د سړکونو او نورو ښاري زیربناوو د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیول کېږي.
د پروژو د تطبیق چارې د نوي کابل ښار عمومي ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په دوامداره توګه څارل کېږي، څو د اوبو ایستنې اړوندې چارې د منظور شوو طرحو، تخنیکي معیارونو او ټاکل شوو مشخصاتو مطابق ترسره شي.
