په ننګرهار کې له ۴۱۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲ - ۱۱:۲۷
ننګرهار

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهېسې تر اوسه په ننګرهار ولايت کې ۴۱۴۸۴۰ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې په ۱۳۳ قطعو کې ۳۸۸۶۳۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۱۲۰ قطعو کې ۲۶۲۰۸ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، ثبت او نښه کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت