په میدان وردک کې د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو چارې وڅارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱
میدان وردګ

۱۴۴۷/۰۳/۱۸

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پوهنتون د فرعي سړکونو او پلې لارو د جوړولو له روانو چارو څخه لیدنه او تخنیکي څارنه ترسره کړې ده.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، په ساحه کې د اوبو د وتلو د اسانتیا لپاره د ویالو د جوړولو په موخه ځمکه ژوره او تپک شوې او د بولډر اچونې چارې ترسره شوې دي او همدارنګه د نورو فرعي سړکونو د جوړولو لپاره بېکاره مواد له ساحې انتقال شوي او پر ځای یې سیندیز جغل خپور شوی دی چې د سړکونو د سطحې د برابرولو په موخه ځینې برخې ژورې او ځینې ډکې شوې دي.

د نوموړي په خبره، اوس مهال د ویالو د جوړولو چارې د بې ‌سیخه کانکریټ اچونې په مټ دوام لري او په هغو برخو کې چې دغه کار بشپړ شوی، د سیخ لرونکي کانکریټ اچونې لپاره د سیم تاوۍ چارې پرمخ ځي.

د یادولو وړ ده، د پوهنتون اړوند سړکونه او پلې لارې د محصلینو او استادانو د تګ راتګ لپاره بنسټیز اهمیت لري چې د دې پروژې بشپړېدل به د ترافیکي ستونزو د کمېدو، د اوبو د سمې وتنې او د زده کوونکو لپاره د اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت