په لوګر کې د دادو خېل کلي د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۱/۰۵
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د مرکز اړوند د دادوخېل کلي د F.H.H کلینیک له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه
ښاغلي مولوي زاهد وویل، یاده پروژه سل سلنه (۱۰۰٪) بشپړه شوې او د دوهم براورد لپاره اندازه ګیري هم ترسره شوه.
د نوموړي په خبره، یاد روغتیايي کلینیک په یوه پوړ کې د اساسي ساختماني معیارونو سره اعمار شوی، چې پکې د ناروغانو د معاینې خونه، بیړني خدمات، درملتون، د ساتونکو خونه، د څښاک اوبو څاه، د فاضلاب سیستم، برقي سیستم (آبي او سولري) او احاطه شامله ده.
د یادولو ده، د نظارت پر مهال، د عامې روغتیا وزارت استازي هم حاضر وو، چې د ترسره شویو چارو کیفیت یې وستایه او خپل رضایت یې څرګند کړ.
