په لغمان ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند جومات کانکریټ اچولو ته اجازه ورکړل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۴۳
لغمان

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د ګډ هیئت په شتون کې د ارشاد، حج او اوقافو اړوند هغه جومات له بهیره څخه لیدنه وکړه چې د ترانسپورت آمریت په انګړ کې د جوړېدو په حال کې دی.

ښاغلي مولوي تیلوي وویل، د ساحې د کتنې پر مهال د سپلونو او سیخ ‌بندۍ تخنیکي معاینه ترسره شوه، چې له تایید وروسته د کانکریټو کارونو د پیل اجازه ورکړل شوه.

د نوموړي په خبره، همدارنګه د پروژې د شرکت مسؤل ته لارښوونه وشوه چې د پروژې د هرې برخې په پیل او پای کې دې د انجنیرانو د هدایت او څارنې پرته هېڅ ډول کار نه ترسره کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو په تطبیق کې د کیفیت، خوندیتوب او انجینري معیارونو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت