په فراه ولایت کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱
فراه

۱۴۴۶/۷/۸

دفراه ولایت اړوند د کندهار او هرات په عمومي سړک کې د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د ګلستان ولسوالۍ د توت په سیمه کې د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې.

د نوموړي په خبره د دې مسجد شریف د تعمیر د کندنکارۍ چارې روانې وې، چې د سیخ بندۍ وروسته به یې د کانکریټ اچونې چارې هم پیل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه د پروژو له ودانیزو چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق تر سره شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په تالقان ښار کې د غیرقانوني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت