په فراه ولایت کې د ښار د مهمو سړکونو د آسفالت چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۶/۲۶
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ریاست د محترم رئیس په هدایت، د ښار په بېلابېلو نواحیو کې د سړکونو د جوړېدو او آسفالت چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.
ښاغلي رئیس وویل، په دې څارنه کې د حضرت بلال، ملنګ جان ۱۹، نعمان ابن ثابت او سلطان محمود غزنوي سړکونه شامل دي، چې د څارنې پر مهال د ملنګ جان ۱۹ سړک د آسفالت پوښښ لپاره د هموارولو چارې روانې وې.
همداراز د تخنیکي ټیم لهخوا قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد سړک باید د نقشې مطابق، له ټاکل شوي مخلوط او معیاري پلنوالي سره سم آسفالت شي، تر څو د سړک کیفیت او دوام تضمین شي.
د یادو سړکونو پروژه د فراه ولایت د محترمې ښاروالۍ له مالي بودیجې تمویلېږي چې د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د دې پروژې د چارو دوامداره، اصولي او معیاري تخنیکي څارنه کوي، تر څو ښاریانو ته معیاري ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
