په فاریاب کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۸
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د عامې روغتیا ریاست اړوند د یوباب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د یادې پروژې چارې د نقشې مطابق مخته روانې دي، قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، چې پاتې چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق مخته یوسي.