په غزني کې د مهاجرينو ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۴۹
غزني

۱۴۴۷/۶/۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مهاجرينو د ښارګوټي د خط اچونې چارې په رسمي ډول پیل کړې، د پرانستې په مراسمو کې، د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي بلال متقي، د مهاجرينو  محترم رئیس، د کلیو او پراختیا محترم رئیس، د وزارت تخنیکي ټیم او د دواړو ریاستونو انجنیرانو پکې ګډون کړی و.

مولوي بلال متقي د پرانېستې په وینا کې وویل چې د دغه ښارګوټي د جوړېدو موخه د بېرته راستنو شوو کورنیو لپاره معیاري استوګنځای برابرول، د ښاري خدمتونو ښه ‌والی، او د بنسټیزو پروژو له لارې د ښاري ودې پیاوړتیا ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د ښارګوټي د پلان جوړونه او نقشه بندي د مسلکي انجنیرانو له لوري د تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کېږي، څو د راستنو شوو کورنیو اړتیاوې په اغېزمن ډول پوره شي.

د غزني ولایت په مهاجرينو ښارګوټي کې د خط اچونې پروژه د بېرته راستنو شوو کورنیو د اسکان د ستونزو د حل لپاره پلې کېږي. دا پروژه به د معیاري استوګنې تر څنګ اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت