په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۳۰
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.
ښاغلي رئیس وویل،د چارو د ارزونې پر مهال د قراردادي شرکت اړوند فعالیتونه وکتل شول او د کار د ښه کیفیت لپاره مسؤلینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې.
د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار کوي چې د ودانیو د جوړولو چارې باید د ښاري معیارونو سره سم ترسره شي او د ټولو اړوندو تخنیکي اصولو رعایت وشي.
