په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې په موخه تخنیکي لیدنه ترسره شوه.
د غزني ولایت د کور او ښآ جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د یادې لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې غزني ښار د سړې هوا له امله د سړو سیمو له جملې څخه دی او له همدې کبله د استوګنیزو اوسوداګریزو ودانیو ډېری ودانیزې چارې په طبيعي ډول ځنډېدلې دي. خو په هغو ودانیو کې چې ساختماني فعالیتونه لا هم روان وو، اړوندو مالکینو ته جدي سپارښتنې وشوې تر څو د ژمي د سړې هوا له اغېزو د مخنیوي لپاره لازم تخنیکي تدابیر په پام کې ونیسي او د ودانیو کیفیت له زیان سره مخ نه شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي چې د ښاري پلانونو رعایت، د ساختماني معیارونو تطبیق او د ښاري نظم ساتنه د دې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او دا ډول څارنې به په دوامداره توګه ترسره کېږي.
