په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار درېیم پلان له ساحو څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۳۴
غزنی ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم له لوري د غزني ښار د درېیم پلان له یو شمېر ساحو څخه د څار او نظارت لیدنه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، یاده لیدنه د ښاري نظم د ساتنې او د غیرقانوني جوړښتونو د مخنیوي په موخه ترسره شوې ده. د لیدنې پر مهال، تخنیکي ټیم د هغو ساحو وضعیت وارزاوه چې د ښاري اصولو خلاف جوړونې پکې رامنځته شوې وې او اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه  د ښاري سرغړونو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني زیاتوي، د ښاري سرغړونو ریاست موخه دا ده چې د هېواد په ټولو ښارونو کې د ښار جوړولو نقشې، اصول او قانوني معیارونه عملي شي او د بې ‌نقشې ودانیو او سرغړونو مخه ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نظم او معیاري جوړولو د پلي کولو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې د سرغړونو د مخنیوي ځانګړي ټیمونه ګومارلي دي، څو ښاري فضا منظم او د پایدارې ودې لپاره معیاري چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت