په سمنګان ولایت کې د دواب د هلکانو منځني ښوونځي د احاطوي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۳۶
samangan

۱۴۴۷/۴/۱

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د دواب ولسوالۍ د هلکانو منځني ښوونځي د احاطوي دیوال د جوړېدو د خط‌ اچونې چارې ترسره کړې.

ښاغلي مولوي نوري وویل، دغه پروژه د معارف ریاست د استازي، د دوآب ولسوالۍ د چارواکو او د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي استازي په حضور کې د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د عملي کار لپاره تسلیم شوه او د منظور شوې نقشې مطابق یې خط‌ اچونه ترسره شوه.

د نوموړي په خبره،د تخنیکي ټیم له لوري د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې د پروژې د عملي کولو پر مهال دې ټول انجینري معیارونه او تخنیکي مشخصات په دقت مراعات کړي.

د کور او ښار جوړولو ریاست په همغږۍ کې د معارف ریاست د ښوونیزو ودانیو د خوندي کولو او معیاري کولو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د احاطوي دیوالونو د جوړېدو پروژې عملي کوي. د سمنګان ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د دې احاطوي دیوال جوړېدل به د زده‌ کوونکو د خوندیتوب ترڅنګ د ښوونځي چاپېریال منظم او معیاري کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت