په سرپل ولایت کې ۱۸۰۱۸۸ جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۱:۵۶
سرپل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو ثبت په دوام کې، په سرپل ولایت کې ۱۸۰۱۸۸ جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده.

دغه اندازه ځمکه په ۲۱۱ قطعو کې چې ۱۷۹۶۰۸ جریبه یې دولتي سپینې ځمکې او ۵۸۰ جریبه نور یې د دولتي ادارو تر استفادې لاندې دي، ثبت شوي.

په دې سره، د ولایت په کچه د دولتي ځمکو کره شمېره به ترلاسه شي او د دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد سربېره په ښاري او کلیوالي کچه د حکومت ټول ګټو پروژو ښه تطبیق ته به اړین فرصتونه چمتو شي.

په تېر یو کال کې، څه د پاسه ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوې او د ثبت شویو ځمکو څخه د حکومت د پروژه د تطبیق لپاره ګټه اخېستنه پیل شوې ده.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

په کابل کې د ماستر پلان پر بنسټ د ښاري ساحو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماستر پلان (د ښار د ډیزاین چار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

په کابل کې د برېښنا د زیربنایي شبکو څارنه او تخلفات کشف شول

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د برېښنا د زیربنایي شبکو د پلانونو څارنه وکړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۴
Background image

د کابل ښار دویمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو پر وړاندې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو تخنیکي ټیم د خپلو پرله‌ پسې فعالیتونو په لړ کې د کابل ښار دویمه ناحیه کې. . .

BACK TO NEWS