په زابل ولایت کې د یو مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۲
د زابل ولایت د حج او اوقافو ریاست د وړاندیز او د زابل ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د دای چوپان ولسوالۍ د سنان کلي د جامع جومات څخه لیدنه وکړه او د یاد جومات د پاتې ودانیزو چارو د بشپړولو لپاره یې تخنیکي برآورد ترسره کړ.
د یاد برآورد موخه د جومات د پاتې ودانیزو چارو ارزونه، د تخنیکي مشخصاتو تثبیت، د اړتیا وړ کارونو تشخیص او د لګښتونو اټکل و، ترڅو د اړوندو ادارو له لوري د پاتې چارو د پلي کېدو لپاره لازم تخنیکي بنسټ برابر او چارې د نافذه اصولو، منظور شوو تخنیکي معیارونو او اړوندو مقرراتو سره سم ترسره شي.
دغه ډول تخنیکي برآوردونه د ودانیزو پروژو د دقیق پلان جوړونې، د مالي اړتیاوو د ټاکلو او د کارونو د معیاري تطبیق لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او د پروژو په کیفیت او اغېزمنتیا کې اساسي رول لري.
