په دایکنډي کې د دوه روغتیايي پروژو چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۰
دایکنډي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې د اسکان ۳۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې ۳۵ سلنه او همداراز په دې ولسوالۍ کې د تګاب ۵۰ بستریز روغتون رغنیزې چارې ۷۰ سلنه بشپړې کړي دي.

د اسکان ۳۰ بستریز روغتونو په ۱۸۰۰ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت او دتګاب ۵۰ بستریز روغتون په ۱۹۸۳ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۸۳ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د عامې روغتیا وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی ۱ ورځ ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

په کابل کې د ماستر پلان پر بنسټ د ښاري ساحو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د ماستر پلان (د ښار د ډیزاین چار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۵۶
Background image

په کابل کې د برېښنا د زیربنایي شبکو څارنه او تخلفات کشف شول

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست  محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د برېښنا د زیربنایي شبکو د پلانونو څارنه وکړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۴
Background image

د کابل ښار دویمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو پر وړاندې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ښاري سرغړونو تخنیکي ټیم د خپلو پرله‌ پسې فعالیتونو په لړ کې د کابل ښار دویمه ناحیه کې. . .

BACK TO NEWS