په خپل وخت د مسؤلیتونو په ترسره کولو د مالي او اداري مرستیال ټینګار

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۸:۴۹
معینیت مالی و اداری

۱۴۴۶/۰۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو سره وکتل او پر اصلاحاتو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، په وزارت کې هر مسؤل کس باید اصولو ته ژمن پاتې شي او په چارو کې سلسله مراتب مراعات کړي.

محترم مالي او اداري مرستیال وویل، هېڅوک دې غفلت نه کوي او ځان دې مسؤل وګڼي.

نوموړي زیاته کړه، په وزارت کې هر فرد مسؤل دی چې خپل مسؤلیت په سمه توګه اداء کړي او په چارو کې دې له خنډ او ځنډ مخنیوی وکړي.

په ناسته کې یادونه وشوه چې، شته ستونزې دې په ګوته شي او د حل لپاره دې یې اړوند مسؤلین لاس په کار شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې ورسپارل شوې دندې او مسؤلیتونه په سمه توګه اداء او د هېوادوالو په ژوند کې مثبت اغیز او بدلون وویني.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS