په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۶
د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.
د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي کارونو جریان وارزول شو، چې تخنیکي ټیم له لوري د کار د کیفیت د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او تخنیکي سپارښتنې شریکې شوې.
د یادې پروژې د نظارت او مراقبت چارې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم پر غاړه دي، او تر دې دمه یې کارونه د منلو وړ کیفیت سره روان دي.
د عامه تاسیساتو د ودانیزو پروژو دوامداره نظارت د کیفیت د تضمین او د معیاري تطبیق لپاره اړین بلل کېږي.
