په جوزجان ولایت کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۳
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د یو باب مسجد شریف ودانیزې چارې و څیړل شوې.
ښاغلي فیضان وویل، د خپل مسلکي ټیم سره په ګډه یې د شبرغان ښار د عربخانه په کلي کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه، چې دمکړۍ د دې مسجد شریف د پلسترکارۍ او کړکیو د ایښودو چارې روانې وې.
نوموړي زیاته کړه، د کار د کیفیت د څارنې وروسته قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو د یاد مسجد شریف ودانیزې چارې د شرطپاڼې له مخې په مسلکي او انجنیري اصولو برابرې مخته یوسي.