په جوزجان ولایت کې د ښاروالۍ د هوټل له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۲
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا یې د ښاروالۍ د هوټل له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي فیضان وویل، د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د هوټل د رنګمالۍ، سرامیک او د نیکلي کټارو د نصبولو له چارو څارنه وکړه او قرادادي شرکت ته یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې، تر څو چارې د نقشې مطابق په منظمه توګه سرته ورسېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په معیار برابرې تر سره شي.
